کريم صادق افغانانو ته: خو.شايه مه بادوئ زه ستاسو ټولو
د افغانستان د کرکټ دملي ټيم ځینې پخواني لوبغاړي په داسې حال کې په افغان کرکټ باندې نیوکې کوي په افغانستان رشخند وهي او افغانانو ته سپکاوی کوي چې د همدې افغان کرکټ په مټ د کډوالو د کمپونو څخه را بهر شول په زرګونو ډالرو معاشونه ورته وټاکل شول دنيا یې وليده د لکونو لوکس کورونه يې واخيستل کريم صادق ورباندې تر اسټراليا ورسېده.
تازه کريم صادق د افغانانو په وړاندې ګوستاخۍ ته ملا تړلې ده، نن یې په داسې حال کې ميروېس اشرف د کرکټ بورډ د مدیریت په برخه کې بې استعداده او ناپوه وباله چې يو کال وړاندې یې ويل ميرويس اشرف ته خدای د مدیریت يو خاص استعداد ورکړی.
کريم صادق د افغانستان د کرکټ ترټولو بدنامه څېره اصغر ستانکزی د کرکټ بورډ مشرۍ ته معرفي کړ، اصغر ستانکزی يو مشهور بې استعداده ميراثي او دومره د شخصي هوس بنده دی چې په تېر نړيوال جام کې یې د ګلبدين په کپتانۍ د نیوکې او خفګان وروسته په افغانستان رشخند وهل پيل کړي و.
اوس چې کرکټ بورډ بېرته مالي ملاتړ ترلاسه کړ نو کريم صادق او اصغر يو ځل بيا را اوچت شول، کريم صادق نن ددې بې ځایه خپل خباثت څرګندولو وروسته هغو افغانانو ته سپکاوی وکړ چې نه یې غوښتل اصغر ميراثي بيا کرکټ بورډ ته راشي. کريم صادق دغو افغانانو ته وويل چې خوشايه مه بادوئ ما ډېر ښه نظر ورکړ.