کريم صادق: افتاب علم بايد په ملي ټيم کې واخیستل شي ځکه چې هغه د
کريم صادق يو ځل بيا ځان د افغان کرکټ د مينوالو په تخته کېنولی دی. ښکاري داسې چې نوموړی سخت مجبور دی، د افتاب علم لپاره یې يو ځل بيا په کمپاین پيل کړی دی. په داسې حال کې چې په وروستي د کرکټ په اړوند د خپلو خرکارانه څرګندونو له امله مجبور شوی و د ولس څخه بخښنه وغواړي تازه یې بل شرم کړی.
کريم صادق تازه ويلي دي چې د حميد حسن وروسته د افغانستان ترټولو نامتو تېز بالر افتاب علم دی خو خو زه د خدای بنده نه پوهېږم چې اخر ولې، آخر ولې دی په ملي ټيم کې نشته دی.
په داسې حال کې چې افتاب علم، کريم جنت، اصغر ستانکزی او دا ډول نور ميراثيان د افغان کرکټ د دورې ترټولو بې فايدې سپين سترګې رټل شوی څېرې ګڼل کېږي خو بيا هم د پوره منفي غبرګونونو په شتون کې د خپل قسمت يو ځل بيا ازمایلو څخه نه په شا کېږي.ش