کريم جنت: موږ نهه وروڼه یو، صرف زه او اصغر ملي ټیم ته راغلو نور وروڼه مې غواړي چې

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټیم پخوانی غړی کريم جنت وايي چې په کور کې ټول ټال نهه وروڼه دي چې ددې جملې څخه اوه یې کرکټ کوي. دی وايي له دې ټولو وروڼو صرف زه او اصغر ستانکزی ملي ټيم ته راغلي یو.

کريم جنت چې اوس د ډېرو هڅو وروسته په برياليتوب سره د ملي ټيم څخه لرې شوی دی وايي چې دده نور وروڼه په ملي ټيم کې شتون نلري صرف ده او اصغر دا چانس ترلاسه کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې اصغر ستانکزی چې دده ورور دی د افغانستان په کرکټ کې خپل وخت تېر کړ خپله دنده يې ترسره کړه اوس نو د نورو وار دی چې هغوی هم خپله لوبه وکړي‌.

د يادونې وړ ده چې کريم جنت يو له هغو لوبغاړو څخه و چې په لوبو کې ۹۹ فيصده ناکام پاتې کېده او په ټول عمر کې یې د يو يا دوه ځلې ښه لوبه نده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *