کريم جنت خپله شتمني خيرات کړه، هغه ويلي له دې وروسته

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني لوبغاړي کريم جنت ویلي دي چې په وروستي ټي ټېن ليګ کې يې چې څومره پيسې ترلاسه کړي دي هغه په افغانستان کې په بې وزلو خلکو باندې وېشي.

نوموړي‌ دا نه دي ويلي چې څومره پيسې یې د خپلو وروستیو لوبو څخه ترلاسه کړې دي خو ويلي يې دي چې ټولې ترلاسه شوې پيسې به د الله د رضا لپاره په خپلو بې وزله هیوادوالو باندې وېشي.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې په سختو حالاتو کې د کرکټ لوبغاړي د‌ خپلو هېوادوالو سره مرسته کوي تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټيم ټاپ لوبغاړي راشد خان په پکتيکا کې‌ د زلزله ځپلو لپاره ۲۵ کورونه جوړ‌ کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *