کرزی: لور مې مشکل کې ده، سخت اندیښمن یم نېږدې ده چې -

کرزی: لور مې مشکل کې ده، سخت اندیښمن یم نېږدې ده چې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ په ځينو ستونزو باندې خبرې کړې دي، حامد کرزی په دې وروستيو کې په هېواد کې د ستونزو سره مخ دی چې دا ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

نوموړي په یوه بیان کې اوس ويلي دي چې دده لور څه موده وروسته د زده کړو چانس په افغانستان کې د لاسه ورکوي او دی وېرېږي چې لور یې بې زده کړو پاتې نشي. په دې حساب داسې ښکاري چې دده لور د اتم صنف لوری ته روانه ده او ښاغلی کرزی اوس دا وېره لري چې که زر ښوونځي خلاص نشي نو دده لور به هم له زده کړو پاتې شي.

کرزی چې د یوه لوري د خپلې لور زده کړو ته اندیښمن د بل لوري د هېواد څخه بهر هم نه پرېښودل کېږي او کومو غونډو ته چې دعوت شوی دی هغوی ته نه پرېښودل کېږي او مخه يې نيول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *