کرزی له هېواد څخه ولاړ، په مقابل کې يې سبا ته

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان څخه ووت، نوموړی جرمني ته تللی دی، دا د ډېر وخت وروسته د ښاغلي کرزي دا ډول راحت سفر دی چې ترسره کوي یې.

ويل کېږي دی به دوه اونۍ په جرمني کې پاتې شي او بيا به بیرته خپل هېواد ته راستون شي، د يادونې وړ ده چې حامد کرزی تر ډېره پورې په افغانستان کې محدود و او حاکمې ډلې نه پرېښودو چې د هېواد څخه بهر شي.

څه موده وړاندې په لومړي ځل حاکمې ډلې کرزي ته اجازه ورکړه چې د هېواد څخه بهر سفر وکړي هغه مهال کرزي د ځینې سياسيونو سره ليده کاته کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *