کرزی: غني په تېښته هرڅه برباد کړل ما پلان درلود چې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله تازه مرکه کې د‌ هېواد د وروستیو حالاتو مسول اشرف غني بللی دی. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ويلي دي چې اشرف غني پخپله تېښته باندې هرڅه برباد کړل.

کرزي ويلي که چېرې اشرف غني نه وی تښتېدلی نو ده له مخا. لفينو سره د خبرو لپاره هيئت تيار کړی و او دوحې ته روانېده ترڅو يو توافق وشي او په کابل کې يو داسې حکومت رامنځته شي چې مشروعیت یې دوام وکړي.

کرزی وړاندې زیاتوي چې دی په لومړيو کې د اشرف غني ملاتړی و خو وروسته کله چې اشرف غني د سولې ضد دريځ ونیوه نو دی مجبور شو چې د هېواد په داسې حساسو حالاتو کې د سولې طرف ونيسئ.

نوموړی دا خبره سپينوي چې د سولې د پلان د‌ ناکامېدو په مسله کې ځینې بهرني لاسونه هم موجود و چې نه یې غوښتل یو توافق رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *