کرزی: د دوه کارونو لپاره مې په ټاکنو کې د غني ملاتړ کړی و، يو دا چې ما غوښتل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ د یوه ایراني چينل سره په خپله مرکه کې ويلي دي چې د اشرف غني له تېښتې سره سم ورته وړانديز وشو چې ارګ ته ولاړ شي خو ده دا وړانديز رد کړ او په ځواب کې یې ورته وویل چې زه يو عادي افغان يم نه غواړم ارګ ته لاړ شم.

کرزی په دغه مرکه کې هغه اوازې ردوي چې ګواکي د اشرف غني له تېښتې وروسته ده غوښتل چې سمدلاسه ارګ ته ولاړ شی او د واک چارې په لاس کې واخلي. دی وايي چې د اشرف غني له تېښتې يوه ورځ وړاندې د اشرف غني سره خبرې شوې وې او ټول د وضعیت په نازک والي پوه و.

نو له همدې کبله اشرف غني هم دا منلې وه چې سبا به یو هيئت دوحې ته ځي او هلته به بلاخره د واک په انتقال خبره نهايي کوي خو وايي کله چې سبا شو د غرمې مخه ورته خبر ورکړل شو چې اشرف غني افغانستان پرېښود.

کرزی پدې مرکه کې وايي چې د ټاکنو په دوره کې یې د اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړی و، ځکه چې پدې باور و چې اشرف غني يو پوه او متخصص سړی دی د یوه لوري جهان دیده په عصري زده کړو سمبال دی د بل لوري به د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *