کرزی: د افغانانو جاهل ساتل خیانت دی، له ټولو افغانانو غواړم چې سبا
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو بندول وغندل، ښاغلی کرزی چې تازه د جرمني څخه کابل ته را ورسېده وويل چې د هېواد نوی نسل بې سواده ساتل د وطن سره جفا ده.
کرزي ويلي دي چې د افغانستان سوله او ثبات د تعليم سره تړاو لري ټولنه نا لوستې او فقيره ساتل د افغانستان سره لوی ظلم دی. کرزی په داسې حال کې په نويو واکمنو نیوکه کوي چې دوی ته یې پخوا وروڼه ويل.
په افغانستان واکمنې ډلې د ښځو هر ډول زده کړې بندې کړې او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې ددوی دا امر بايد افغانان سمدلاسه ومنی.