ښکلې ښځې د ځان سره واده وکړ، خو د واده په شپه یې ټوله

یوې ښځې چې له ځان سره یې واده کړی و، بالاخره له ځانه ستړې شوه او له ۲۴ ساعتونو وروسته یې خپل ځان طلاق ورکړ.

د ارجنټاین د ټولنیزو رسنیو ستورې صوفي مایور په لومړي ځل اعلان وکړ چې هغې له ځان سره واده کړی؛ خو ۲۴ ساعته وروسته یې وویل، زه یې نور نه شم زغملی، نو ځکه خو طلاق اخلم.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس، صوفی په تېرو څو ورځو کې پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو خپل عکسونه خپاره کړل چې په کې یې د واده جامې اغوستې وې.

د خپرو شویو انځورونو ترڅنګ صوفي لیکلي، نن زما د ژوند تر ټولو په زړه پورې شیبه ده. ما د واده جامې واخیستې او له ځان سره مې د واده لپاره ځانګړی کیک هم جوړ کړ.

د صوفي دغه پوسټ په پراخه کچه غبرګونونه را وپارول او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا د شهرت تر ټولو اسانه طریقه وبلل او ځینو ورته مبارکي هم ویلې او د ښې روغتیا هیله یې کړې ده.

خو له دې پوسټ څخه یوازې ۲۴ ساعته وروسته صوفي یو بل پوسټ وکړ چې په هغې کې لیکلي زه یې نور نه شم زغملی، نو طلاق اخلم. که څه هم دې اعلان ته هم خلکو غبرګونونه راپارولي خو صوفي د خلکو پام ځانته اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *