ښکلې ښځه دا اختيار لري چې خپل خاوند د هر غم څخه ازاد کړي خو پدې شرط
په ژوند کې یوه ترټولو لويه خوش بختي د ښکلې ښځې درلودل دي، په دې هکله ډول ډول متلونه هم شتون لري، خو دلته یوه خبره ده چې ښکلې ښځه بايد نېک اخلاق هم ولري.
نو په دې شکل د ښکلې ښځې سره دا اختيار شتون لري چې خپل خاوند د هر ډول غم څخه ازاد کړي، ښکلې ښځه د خپل خاوند سره په سخته ورځ کې هم لويه مرسته کولی شی هغه ته لويه حوصله ورکوي.
په ديني لحاظ هم ښکلې ښځه یو ډېر ستر نعمت بلل شوی دی ، حضرت عمر رض وايي چې د ايمان وروسته يوه کس ته ورکړل شوی ترټولو ښه شی صالحه مېرمن ده.