ښکلې ماډله؛ ښکلا راته يو لوی زیان ورساوه غواړم ځان بدرنګ کړم ددې لپاره

په انټرنټ کې د اېميلي اډونا په نامه نجلۍ هغه ویډیو وايرل شوې دی په کومه کې چې دا د خپلې ښکلا څخه شکایت کوي او وايي چې غواړي خپله ښکلا کمه کړي. نوموړې وايي چې ښکلا دومره زیات منفي اړخونه لري چې د لرلو څخه یې نه لرل ښه دي.

دا وايي چې که څه هم په ژوند کې ښکلا مهمه ده او په ځينې برخو کې مثبت ټکي هم لري خو وايي زما لپاره یې نور د ګټو څخه تاوان زيات دی.

وايي له همدې کبله یې د پوزې د سوري کولو پلان نيولی دی همدارنګه وايي اوس ډېرې لویې جامې اغوندم او هڅه کوم چې ډېره جذابه ښکاره نشم.

د خپلې ښکلا څخه شکایت کوونکې مېرمنې منیوالو بيا دا کار ناسم بللی دی او هغه ته یې ويلي دي چې پخپله ښکلا بايد شکر وباسي او پخپل شکل کې کوم بدلون رانه ولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *