ښکلا ځدراڼ ځانته امريکايي سپی واخيست وايي ډېره مينه راکوي

په ټويټر کې دا ځل د ښکلا ځدراڼ په سپي باندې بحث روان دی، نوموړې د خپل سپي يوه انځور خپور کړی دی او ويلي يې دي چې دا سپی یې څه موده وړاندې خپل کړ. دې په دغه کوچني سپي باندې نوم هم اېښی دی او ورسره یې د مينې اظهار هم کړی دی.

ددې له لوري د سپي په خپلولو چې يوه افغان نيوکه کړې وه نو دې ورته ویلي و چې سپي په افغانستان کې هم خلک ساتي تاسې ولې ماته داسې خبرې کوی لکه يو کار چې هېڅ افغان نه وی کړی صرف ما کړی وي.

خو افغانستان کې هم ډېر خلک سپي ساتي فرق دادی چې زما شپی کوچنی دی او پاک دی او افغانستان کې ډېری غټ او چټل سپی ساتل کېږي بل هیڅ فرق نلري.

ځینې کسانو بيا ورباندې نیوکه کړې وه چې دا سپی په کومو پيسو اخيستل شوی او کوم مصرف به چې لري ددې په ځای به ښه و چې ښکلا دا پيسې افغانستان کې بې وزلو خلکو ته استولې وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *