ښځې یې د کور. والي څخه انکار وکړ غوسه شوي خاوند څلور کسه وو.ژل
د امريکا د متحده ايالاتو په ميسوري ايالت کې اوسېدونکی ریچارډ د خپلې میرمنې سره تر یوه لفظي جنجال وروسته خپله مېرمن، د هغه دوه اولادونه او د خپلې مېرمنې مور يانې خواښۍ ووژ.لي دي. د پېښې څخه وروسته په سختۍ ګرفتار شوی ريچارډ په محکمه کې پخپل بيان باندې خلک حیران کړل.
د کېټ په نامه ښځه وروسته له هغه کونډه شوه کله یې چې پخواني خاوند د سرطان سره په شپږ کلنه مبارزه کې پاتې راغی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. دا د خپلو دوه اولادونو سره يوازې پاتې شوه او خپل دا دوه ماشومان یې پخپله لوی کړل.
وروسته په یوه کلپ کې د لويو موټرو د موټروان ريچارډ سره شناخته شوه، د هغه سره یې مينه پيل شوه او بلاخره دوی سره يو ځای شول او ريچارد د کېټ سره په یوه کور کې ژوند پيل کړ.
يو ماښام چې کېپ له بیرون څخه راغله دا مهال ددوی د واده يو نيم کال تېر شوی و نو خپل خاوند اوسني خاوند یې ورسره کور. والی کول وغوښتل خو میرمنې کېټ یې پدې شپه دده غوښتنه ونه منله، په هم دې سره د دواړو جنجال لوی شو او مېرمن کیټ د ريچارډ څخه وغوښتل چې د کور څخه ووزي.
په غوسه شوي ريچارډ خپله مېرمن په یوه کوټه کې قيد کړه او خپل ټو.پک یې را واخيست، لومړی یې خپله میرمن او بيا یې د هغه مور او دوه زامن وو.يشتل. نوموړی سمدلاسه د کور څخه وتښتېده خو د څه جنجال وروسته پوليسو د تېلو په یوه پمپ کې د متيازو کولو په مهال ونیوه.
د هغه لپاره محکمې د اعدام غوښتنه کړې ده، جرم یې د یوه کورنۍ وژ.ل دي. ريچارډ محکمې ته په دې باندې اعتراف وکړ چې د خپلې مېرمنې له لوري یې د کور.والي د غوښتنې د رد کېدو وروسته اعصاب خراب شول او وروسته یې چې هرڅه وکړل څه شی یې په ياد نه دي.