ښځې چې پخپل خاوند کې دغه پينځه شیان وويني بيا ځان په بشپړ ډول ورسپاري
د نارينه و ځینې کارونه په نجونو تر هغه هم ډېر ښه لګي چې دوی یې فکر کوي، نجونې يوه احساساتي نړۍ لري او دې نړۍ ته درناوی کوونکي او پالونکي نارینه ددوي په زړه کې ځانګړی ځای لري، له همدې کبله نارينه بايد په دې پوه شي چې نجونې کېدی شي په یوه کوچنۍ خبره ډېرې خفه يا هم خوشحاله شي.
لومړی؛ د نجونو دا کار ډېر خوښېږي چې خاوند یې پخپل څنګ کې ځان ارامه احساس کړي، په ځانګړي ډول هغه وخت کله چې د نارينه د يوې ستونزې سره مخ وي خو کله هم چې د خپلې مېرمنې خواته ورسي ټول غم او جنجال ورڅخه هېر شي.
دوهمه؛ پدې موږ ټول پوهېږو چې انسان له خطا څخه خالي نه دی، موږ ټول خطاګانې او غلطۍ لرو، خو پوهېږئ کله چې مېرمن غلطي وکړي او خاوند د پوهېدو سره سره ورباندې سترګې پټې کړي او د خپلې مېرمنې عيب ونه لټوي، دا ډول خاوند نو بيا د تل لپاره د خپلې مېرمنې په زړه کې ځای نيسي.
دريم؛ د نجونو له دې څخه ډېر بد راځي چې بل څوک پوه شي چې دوی یې له خپل خاوند سره ستونزه لري، له همدې کبله ددوی هغه نارينه ډېر زيات خوښېږي چې د بل چا په وړاندې غوسه نکوي او ځان کنترول کوي.
څلورم؛ خپلې مېرمنې ته دا حس ورکول چې ژوند مو د هغه په شتون سره ښکلی شوی هغه ته ډېر لوی وياړ ورکوي، هغه نارينه چې خپلې مېرمنې بدون له شرمه دا خبره کوي چې د هغه په راتګ سره يې ژوند اوس ډېر رنګين شوی دی د ژوند په خوند پوه شوی دی نو د خپلې مېرمنې د زړه پادشاه دی.
پینځم؛ په دې باندې پوه شي چې نجونې سيالي ډېره خوښوي، هېڅ وخت نه غواړي د بل چا څخه کمې راشي، له همدې کبله هېڅ وخت هغوی دې حالت ته مه، پرېږدئ، ددوی سواد اخيستل او جامې اخيستل تر بل هرڅه ډېر خوښ دي له همدې کبله نو دوی کله نازول ددې سبب کېږي چې پخپل خاوند بې ساری مينه شي.