ښځې ددغو دريو خبرو له کبله غواړي په تياره کوټه کې کور.والی وکړي

ډېر کله مېرمنې ترجيح ورکوي چې په يوه تياره کوټه يا اطاق کې کور. والی ترسره کړي، دوی نه غواړي چې ګروپ روښانه وي او څومره چې تياره وي همدومره دوی راحت او خوښې وي، عموماً نارينه بيا ددې سره علاقه لري چې ګروپ روښانه وي او کور. والی په روښنايی کې ترسره کړي، دا چې ولې ښځې تياره فضا د چارې لپاره زياته خوښوي ځينې مشخص لاملونه او سببونه لري‌.

ځينې مېرمنې چې تازه یې واده کړی وي هغوي بيا په ځانګړي ډول له دې کبله غواړي چې په تیاره کوټه کې کور. والی وکړي ځکه چې دوی له خپل خاوند څخه شرمېږي دا ددوی لومړی ځل وي چې د يوه نارينه په وړاندې په دې شکل خپل ځان ويني له همدې کبله په ځينو مېرمنو کې دا صرف په لومړيو ورځو کې مطرح وي او وروسته بيا نورمال کېږي.

بعضې مېرمنې بيا داسې چې وېره لري بدن یې شايد د خاوند خوښ نشي، دوی د خپل بدن څخه يو منفي تصور لری او وېره لري هسې نه خاوند یې ددوی د بدن له ليدو سره کوم منفي غبرګون وښيي او یا هم ناهيلی شي، ځینې وخت دا ډېره ورخطايي یې ددې سبب کېږي چې کور. والي ته یې بدن تیار نشي او چاره ورته بې خونده او دردناکه شي.

ښځينه بايد په دې پوه شي چې هېڅ انسان سل په سلو کې مکمل نه دی، هر بدن خپل ظاهري نواقص لري هیڅوک بشپړ مکمل نه دي ټول انسانان همدا ډول بدنونه لري او ټول چې دي ځان په همغه شکل چې دی خوښوي او د ځان څخه يو مثبت تصور لري. د بل لوري خاوند د ژوند شريک وي که کوم مشکل وي باید په ښکاره ورسره شريک شي او عادي ظاهري مشکلات په صحي ډول حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *