ښځينه په تیاره کوټه کې کور. والی زيات خوښوي که په رڼا؟ - Ht

ښځينه په تیاره کوټه کې کور. والی زيات خوښوي که په رڼا؟

په دې هکله باندې تر ننه پورې ګڼې څېړنې شوې دي چې مالومه کړي چې د ګډ ژوند د مهمې چارې د ترسره کولو لپاره ښځينه په تياره کې ځان ښه احساسوي که په رڼا کې.

تر ډېره وخته په دې هکله غوڅه پايله نه وه ترلاسه شوې چې دوی واقعاً په کوم ډول ځای کې ځان ارام احساسوي، خو په دې وروستيو کې ترسره شوو څېړنو وښودله چې ښځينه ځان په تياره کې راحت احساسوي.

ددې سبب څه دی

څېړنې ښيي چې هغه نجونې چې په تياره کې د خپل خاوند سره دا ډول ګډ کار ترسره کوي ځان راحت احساسوي، ځکه چې دوی په تياره کې له دې څخه اندیښنه نلري چې دوی به څه ډول ښکاري.

ډېری نجونې وېره لري چې هسې نه ددې کار په مهال باندې به دوی بدې ښکاره شي، کله چې دوی فکر کوي چې دا ډول حرکات به کوي نو خاوند ته به يې ددوي بدن څه ډول ښکاري يا به يې خاوند ددوی په هکله څه فکر کوي.

مګر کله چې تياره شي نو دوی په دې باندې پوهېږي چې اوس يې خاوند دوی نه ويني او نه هم بل څوک شته دي چې دوی وويني نو له همدې کبله په دې وخت کې دوی پوره د زړه د اخلاص نه دا کار کوي.

څومره انرژي چې لري، څومره هوس چې لري او څومره ارمانونه او خيالونه چې لري دوی ترټولو ښه هغه په تياره کې عملي کولی شي، له همدې کبله ښځې په دې ډول ځای کې ډېرې فعالې وي.

ددې ترڅنګ دا خبره هم د يادونې وړ ده، هغه خاوندان چې خپلو ښځو ته یې دا قناعت ورکړی وی او ورته ثابته کړې يې وي چې د خپلې مېرمنې بدن یې ترټولو زیات خوښ دی بيا ستونزه نلري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *