ښځينه ټاپ او بهترین مېړه هغه نارينه ته وايي چې دغه دوه هنرونه پکې وي، ۹۹ سلنه نارينه نه پوهېږي -

ښځينه ټاپ او بهترین مېړه هغه نارينه ته وايي چې دغه دوه هنرونه پکې وي، ۹۹ سلنه نارينه نه پوهېږي

په ګډ ژوند کې د يو بل درک کول يا په دې پوهېدل چې ښځه څه غواړي او يا کومو شیانو ته ډېر ارزښت ورکوي، خورا مهم دي، په دې مسله کې هم ځینې اساسي شيان دي چې بايد پام ورته شي په اصل کې په ګډ ژوند کې د ښځې د زړه خبره همدا وي چې اوس به بيان شي خو مطلق اکثریت نارينه يا نه ورباندې پوهېږي چې ځان نه ورباندې پوهوي، قدرمنو لوستونکو بايد ووايو چې د خپلې مېرمنې ښه پېژندل د کورنۍ اړیکې د خوندي ساتلو لپاره ډېر مهم دي.

ښځينه د پلار له کور څخه د مېړه کورته چې ځي نو ګڼې هيلې پخپل زړه کې د ځان سره لري يوه لويه او اصلي هيله يې دا وي چې د خاوند په کور کې به ورباندې ډېر منتونه نه کېږي او د خپل کور اميره به وي. دوی تمه لري چې د خپل مېړه په کور کې به د ګڼو ازادیو څخه برخمنې شي.

مګر له بده مرغه ډېر وخت د ښځو دا هيلې همداسې د هیلو په شان پاتې کېږي، ځکه چې د یوه لوري یې مېړه دوی‌ نه درک کوي او ډېر مسايل عادي نيسي او د بل لوري ځینې وخت د مېړه په کور کې د ښو کسانو سره نه مخ کېږي او په نوي کور کې بيا هم سکون نه مومي.

د لیکنې اصلي مطلب ته راځو يوه ښځه پخپل ژوند کې غواړي چې خاوند یې د یوه ښه ملګري په شان وي يانې ورسره ډېره صميمي او د یو ډېر نېږدې دوست په شان اړيکې ولري، د يو بل څخه ژر خفه نشي، د یو بل په وړاندې صبر ولري،‌ صادق و اوسي يو بل ته د زړه درد بيان کړی شي.

يوه ښځه ترټولو زیات همداسې یوه مېړه غواړي چې ددې سره د یوه ښه ملګري او ښه نیږدې دوست په شان چلند وکړي او ورسره دا ډول يو نېږدې او د مينې او خلوص ډک ژوند تېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *