ښځه چې هرڅومره خفه وي خو چې د شپې خاوند دغه دوه کارونه ورسره وکړئ راضي کېږي -

ښځه چې هرڅومره خفه وي خو چې د شپې خاوند دغه دوه کارونه ورسره وکړئ راضي کېږي

د ښځې او خاوند ترمنځ خفګان يوه عادي خبره ده، ځينې کسان چې مېرمن یې خفه شي نو سخت ورخطا وي او دا يو ډېر لوی مشکل ګڼي حال دا چې خفه کېدل هم د ژوند یوه برخه ده او کله کله هر انسان خفه کېدی شي، خو دلته يو څه چې بايد ډېر پام ورته وشي هغه د خفګان د دوام په هکله دی یانې خفګان بايد ډېر زيات دوام ونکړي.

له همدې کبله خاوند ته په ځانګړي ډول پکار ده چې کله یې مېرمن ورڅخه خفه شي نو په لومړيو کې هغه ته وخت ورکړي چې همدا خفګان حس کړي ځکه په دې وخت سپیناوی ډېره ګټه نلري خو ددې ترڅنګ خاوند يا نارينه وو بل ډېر ښه چانس هم لري.

پکار ده د شپې له لوري خاوند خپلې مېرمنې د ځان سره نيژدې کړي او په ډېره مينه ورسره خبرې پيل کړي او بېرته یې په عاطفي ډول د ځان سره پخولا کړي او ورو ورو بيا دا خبره په کومه چې دوی خفه شوی دي هم مطرح کړي او ورباندې خبرې وکړي.

ښځه هم بايد خفګان له حده زيات اوږد نکړي عموماً هغه ښځه او خاوند چې خفګان له حده زيات اوږدوي خپل ګډ ژوند پخپله د بربادۍ کندې ته ورټېل وهي اوږد خفګان اړيکه سخت زيانمنه وي له همدې کبله بايد دواړه لوري کله کله رامنځته کېدونکی خفګان د ژوند يوه عادي برخه وګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *