ښځه هغه وخت د مېړه د ذات سره ريښتيني مينه کوي چې دا دوه شیان پکې وويني

د ښځو مینه په ورو ورو راځي، ښځې په یوه ورځ په کوم نارينه نشي مينې دی، بلکې د څه مودې وروسته ښځه په یو چا باور کوي د هغه سره مينه کوي او بيا دا مينه چې څنګه همداسې ورو پيدا شوې وي همدومره ښه، دايمي مينه هم وي. نارينه بيا کولی شي د ورځې د خو نجونو سره مينه وکړي او په ټولو زړه وبايلي.

خو په ګډ ژوند کې یوه ښځه هغه مهال د نارينه د ذات سره مينه پيدا کوي چې کله چې وويني چې د ژوند د سختیو سره د هغوی خاوند بيا هم د خپلې ښځې په وړاندې حوصله ښيي بيا هم د هغه خيال ساتي ان په داسی حال کې چې خاوند په سخته کې هم وي بيا هم هڅه کوي خپله مېرمن خوشحاله وساتي.

ددې ترڅنګ يوه ښځه خامخا دا حس لري چې دا يې دې د خاوند خوښه وي خاوند یې دې، د ښکلا صفت وکړي نو کله چې يو خاوند د خپل ښځې د ښکلا صفت کوي د هغه بدن او ښکلا څخه خپل رضايت ښيي او د ښځې حوصله زياتوي د هغه غوسه زغمي د هغه سره په سخته کې ولاړ وي نو دا ډول خاوند واقعا د ښځې دايمي خوښي او وفا ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *