ډېوه پتنګ؛ مجید قرار په یوه نجلۍ جن.سي تېر.ی کړی دی اوس غواړي
په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا د مجيد قرار او ډيوې پتنګ ترمنځ دعوو زور اخيستی دی، دوی دواړو يو ځل څو مياشتې وړاندې هم پنجه سره نيولې وه خو اوس يو ځل بيا مجيد قرار ورباندې لګېدلی دی او د ډېوې پتنګ غوسه یې راپارولې ده، پرون آغلې پتنګ مجید قرار ته سخت ځوابونه ورکړل چې قرار بيا خاموش او قرار شو.
جنجال هغه وخت پيل سو چې ډېوې پتنګ خپل هغه انځور نشر کړ چې په یوه مرکه کې یې خپل مخ پټ د حکومت د نوي فرمان له کبله پټ کړی و قرار د رشخند په ډول ويلي و چې د نوي حکومت همدا يو کار یې خوښ دي چې دا د ډېوې پتنګ مخ خو يې ورپټ کړ.
آغلې ډېوې بيا ورته ليکلي و چې د ښځو سره ستا عناد دوام لري څنګه دې چې په یوه کوچنۍ نجلۍ په افغانستان کې جن. سي تېری کړی.
په مجید قرار نیوکې کېږي چې په افغانستان کې د نويو جګ. ړو د پيل کېدو لپاره کمپاين کوي او خپله بيا په کاناډا کې ارام ژوند کوي مګر په افغانستان کې بيا خلک د حکو.مت په وړاندې جن.ګ ته تشويق کوي.