ډېوه نيازۍ: د صالح د زوی په واده کې مو داسې څه وليدل چې په تېښته مجبور شوو
د هېواد ولسي جرګې ته پخوانۍ نومانده او مدني فعاله د امرالله صالح د يوې کورنۍ خوښۍ په ګډون کې خپله ترخه خاطره بیان کړې ده.
نوموړې وايي په کابل کې د امرالله صالح د زوی واده و په ښار کې ډیرې لارې او سړکونه تړل شوي و، خلک سخت په تکلیف او زه هم د ډېرې سرګردانۍ ته ور ورسېدم.
د دومره جنجال وروسته کله چې د واده محفل ته ورسیدو نو کوم څه مو چې وليدل هغه د ليدلو نه و او پرته له دې چې هلته پاتې شو نو سمدلاسه مو د هغه ځايه پښې سپکې کړې.
دا زیاتوي چې د واده په محفل کې داسې ناروا نه وه چې نه کېده، شر.اب پکې په ښکاره څښل کېدل، داسې نجونې چې نشه وې د واده د محفل په شاوخوا کې ليدل کېدې هرڅه ډیر ګډوډ و او د واده څخه زيات د يوې خرابې پارټۍ په شکل و چې موږ د وضعيت په ليدو سره سمدلاسه مجلس پرېښود.