ډېوه نيازۍ: غونډو ته يوازې ښکلې نجونې دعوت کېدې، فضلي یوه ورځ ماته ويل چې که
مدني فعالې او د ولسي جرګې ټاکنو ته پخوانۍ نوماندې ډېوې نيازۍ ويلي دي چې په ارګ يوه ورځ خاصو مراسمو ته دعوت شوې وه، وايي دغلته ځينې نجونې په خاص ډول بلل کېدې او ددې مسوليت دوو مهمو کسانو ته ور سپارل شوی و.
دا وړاندې وايي چې فضلي او فاطمه مورچل هغه کسان و چې غونډو ته یې ښځې او نجونې دعوت کولې، وايي ماته یې په ښکاره ويل چې د نجونو په دعوت کې مو لومړیتوب فزیکي ښکلا ده.
وايي هغه نجونې غوښتل کېدې چې ښکلې وي او عصري جامې اغوندي، دا وړاندې زياتوي چې کله به بهرنیو رسنيو يا بهرنیانو ته څوک دعوت کول په خاص ډول به ښکلې نجونې غوښتل کېدې.