ډېوه نيازۍ؛ د يوې مياشتې لپاره اسرايلو ته ځم او له هغه وروسته بیا

ډېوه نيازۍ چې یو وخت د افغانستان په مسايلو کې ډېره فعاله وه اوس يې ځان تر ډېره ګوښه کړی دی، هغه په ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت سره ورو ورو لوړ شهرت ته ورسېده.

او وروسته یې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره اقدام وکړ په دې‌ ټاکنو کې بريالۍ نشوه، دې ويل چې په بشپړ ډول بريالۍ ده خو حکومت کې موجود فساد ددې سبب شو چې دا ولسي جرګې ته لار ونه مومي.

نوموړې ډېر لاریونونه، اعتصاب او شکايتونه وکړل خو غږ یې چا وانه ورېده او بلاخره په نوې ولسي جرګه کې یې کومه چوکۍ ت لاسه نکړه له همدې وروسته یې د افغانستان له مسايلو فاصله وني.وه.

اوس په ټويټر کې ليکلي دي چې اسرایلو ته سفر لري وايي د يوې مياشتې لپاره د اسرايلو هېواد ته ځم او له هغه ځایه وروسته بيا پلان لرم چې په رسنیو کې کار پيل کړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *