ډېر خلک نه دي خبر: خو شفتالو د نارينه بدن ته دری حيرانونکې ګټې لري صرف

شفتالو د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي، ترسره شوې څېړنې دا ثابتوي چې شفتالو داسې مواد لري چې په وينه کې د ناوړه کولېسټرولو کچه راټیټوي د وينې د رګونو د بنديدو مخنیوی کوي او پدې ډول د زړه روغتيا تضمين کوي او د زړه د حملې مخه نيسي.

په شفتالو کې په لوړه کچه فايبر موجود دي، فايبر د هضم سيستم سموي د کولمو او معدې ستونزې کموي. په یوه متوسط شفتالو کې دوه ګرامه فايبر شتون لري.

څېړنو دا ښودلې ده چې شفتالو ځينې زهري مواد د بدن څخه بهر کوي لکه نیکوتین دي چې د شفتالو د اغېز په پايله کې د بدن څخه د متيازو له لارې خارجېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *