ډېری کسان ددغه دوه ډوله خوړو د خوړلو وروسته د زړه د حملې سره مخ کېږي

ځينې وخت انسان د‌ خوراک په وخت کې د کنترول څخه وځي او دومره زيات خوراک کوي چې کېدی شي بيه یې پخپل ژوند ادا کړي. ډاکټران وايي چې هغه کسان چې د زړه ناروغي لري، يا یې په کورنۍ کې چا د زړه ناروغي تېره کړي وي بيا د زیاتې او سختې ډوډۍ د خوړلو په مهال دوه ځله سوچ وکړي.

د ډاکټرانو په وينا سخت خواړه لکه غوښه ډېر غوړ خواړه چې زيات غوړ او شحميات ولري، په زړه باندې بوج کېږي او د زړه د‌حملې سبب کېږي. د طب ډاکټران واضح کوي چې دوی داسې ډېر ناروغان ليدلي دي چې د زيات غوړ او سخت خوراک دوه ساعته وروسته ورباندې د زړه حمله ورغلې ده.

د زړه حمله هغه مهال رامنځته کېږي کله زړه ته د وينې جریان يو ناڅاپي بند شي، ددې سبب عموماً په هغه رګونو کې د‌غوړو د طبې جوړېدل دي کوم چې د زړه عضلاتو ته وينه ورسوي. مګر ډاکټران اوس وايي چې سخت او غوړ خوراک هم د زړه د حملې احتمال زياتوي.

په دې هکله ډاکټران وايي کله چې يو کس په غیرې معمول ډول ناڅاپه سخت او غوړ خواړه په زياته پيمانه وخوري نو په زړه زور وروړي، په دې حالت کې نه يوازې چې د کولېسټرول کچه لوړېږي بلکې د وینې په جريان کې د رامنځته کېدونکو بدلونو له کبله د زړه د ضربان او د وينې د فشار زیاتېدل د زړه د حملې خطر هم زياتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *