ډیورنډ کرښې په اړه د لطيف پدرام څرګندونې سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي

افغانستان د یوه مشهور قومي بېلتون غوښتونکي عبدالطيف پدرام هغه څرګندونې توندو غبرګونونو سره مخ شوي، چې وايي د ډیورنډ کرښې بحث د دغې کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو اړوند دی او نا پښتانه پکې غرض نه لري.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې که د افغانستان پښتانه د دې بحث له مطرح کولو سره په دې بحث کې ځان سره د ناپښتتو د ملګري کولو تمه لري، نو تېروتنه کوي ‌

د پدرام په وينا، نا پښتانه پوهيږي، چې د افغانستان پښتنو ( اشاره يې تالبانو ته ده) د پاکستان د پښتنو په مرسته د نا پښتنو پر وړاندې څه څه وکړل؟

لطيف پدرام ته د افغانستان يو شمېر مطرحو څېرو توند غبرګونونه ښودلي.

دوی تالبانو ته د پښتنو د استازيتوب د مقام ورکول او دغه راز تالبانو پورې د پاکستان د لاسپوڅي توب د ادعا محدودل رد کړي او ويلي، چې د پدرام په ګډون ګڼ نور نا پښتانه سیاستوال هم د پاکستان لاسپوڅي دي.

د افغانستان مشهور ژورناليست ډاکتر داوود جنبش د جمهوري نظام د سقوط په ورځ پاکستان ته د لطیف پدرام سفر ور ياد کړی او ویلي، چې په هغو ورځو کې خو پدرام هم لنګ وهلو پنجابيانو ته ښکته او پورته کيده.

هغه پدرام هم د ت البانو په شان د پاکستان لاسپوڅی ګڼلی او ويلي: سګ زرد برادر شغال است.

لیکوال او سياسي شنونکي عصمت قانع لطيف پدرام او نور ورته تفرقه غوښتونکي« اخلاق بایللي کرايي سپي» ګڼلي او ويلي چې دوی د ډيورنډ فرضي کرښې د رسمیت پېژندلو او د افغانانو تاريخي حق ته د ښکنځلو لپاره کارول کېږي.

يوه لوي برخه نا پښتنو څېرو هم پدرام ته توند غبرګون ښودلی او د ډيورنډ کرښې په اړه يې د امرالله صالح ویډیو ګانې ورته وړاندې کړي.

ځينو نورو بیا د پاکستان د استخباراتو له مخکينيو مشرانو سره د برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود او نورو نا پښتنو مشرانو ګډ عکسونه شريک کړي او ويلي، چې د پاکستان لاسپوڅي توب له پخوا څخه يوازې د دغه هېواد له پښتنو لاسپوڅو سره محدود نه و.

ت البان سره له دې، چې پاکستان سره یې اړیکې ډېرو ته د پوښتنې وړ دي، خو په ښکاره یې د ډیورنډ کرښې په اړه توند دریځ غوره کړی.

يو شمير خلکو د دوی د دغه دريځ هرکلی کړی، خو ځینې منتقدین یې په دې اړه له پاکستان سره ناندرۍ غولونکي او ځانته د ملي باور خپلولو هڅه وايي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *