ډاکټر عبدالله: پنجشېر ته د تګ اجازه نه راکول کېږي که داسې دوام وکړي زه به مجبور شم چې -

ډاکټر عبدالله: پنجشېر ته د تګ اجازه نه راکول کېږي که داسې دوام وکړي زه به مجبور شم چې

ډاکټر عبدالله عبدالله چې څه موده وړاندې د هندوستان څخه وطن ته راستون شو وايي چې دی په هېواد کې دننه غواړي پنجشېر ولايت ته سفر وکړي خو په کابل مسولين ورته اجازه نه ورکول چې پنجشېر ته ولاړ شي.

دده په خبره په کابل کې واکمنانو څو ځله ورته ويلي دي چې ده ته به دا اجازه ورکړي چې پنجشېر يا د هېواد دننه سفرونه وکړي خو بيا هم په عملي ډول ده ته اجازه نه ورکول کېږي چې پنجشېر ولايت ته ولاړ شي.

دی وايي چې دا کارونه د هغه تړون خلاف دي چې په دوحه کې ورسره شوی او زیاتوي چې د اوسني حکومت مشرانو ورسره څو ځل ژمنه کړې چې دا ستونزه به حل شي مګر دا مشکل د کافي وخت په تېرېدو تراوسه پورې نه دی حل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *