ډاکټران: د کور.والي وروسته دغه څلور کارونه عاجل ترسره کړئ

روغتیا پالان وايي پخپل ګډ ژوند کې د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره بايد د کور. والي وړاندې او وروسته ځینې مسايلو ته جوړې پام وکړي، په دې هکله عموماً ډاکټران د کور. والي کولو وروسته دغو څلورو ټکو ته د ښځې او خاوند زياته توجو غواړي.

د کور. والي وروسته په داسې اوبو چې نه ډېرې يخې وي او نه ګرمې د خپلې شرمګا شاوخوا ومينځئ، ډاکټران وايي په هېڅ صورت بايد د شرمګا داخلي برخه ونه مينځل شي بلکې بهرنۍ برخه بايد ومينځل شي، د کور. والي په مهال د بکترياو او ميکروبونو د انتقال امکان موجود وي چې دا وروسته مثانې ته ځي او د ادار د لارو ځورونکې ناروغۍ رامنځته کوي.

روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې د کور.والي وروسته يو کس بايد دوه ګيلاسه اوبه وڅښي، په ځانګړي ډول مېرمنې دا کار بايد حتمي وکړي، ددې علت دا بيانېژي چې د کور. والي په جریان کې د انسان د بدن ډېری داخلي غړي په شديد ډول د بدن اوبه له لاسه ورکوي.

ډاکټران وايي چې د کور.والي په مهال دا امکان زیات وي چې د ښځو د شرمګا ګټورې بکترياوې دې له منځه ولاړې شي، ددې ډول بکترياو چې سختې ګټورې دي د ترلاسه کولو لپاره ترټولو ښه وسیله د کور. والي وروسته يوه متوسطه کاسه مستې څښل ياد شوي دي.

او وروستۍ سپارښتنه چې په دې اړوند یې روغتيا پالان کوي هغه د کور. والي د پای ته رسېدو وروسته سمدلاسه متیازې کول دي، روغتیا پالان وايي پدې شکل د ادرار په لارو کې موجود ميکروبونه په ترټولو ښه شکل سره بهر کېدی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *