چین کابل کې سترې پانګونې خبر ورکړ، اصلي ستونزه حل کېږي

د هېواد د برېښنا رياست خبر ورکړی دی چې د چين څخه راغلي یوه هيئت ددوی سره ژمنه کړې ده او خپل پلان یې ورسره شریک کړی دی چې په افغانستان کې د ډبرو د سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د بریښنا د ریاست له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي ويلي چې دقیق به چين کله په کوم تاريخ په افغانستان کې د ډبرو د سکرو څخه د برېښنا تولید پيلوي خو ويل شوي دي چې دا کار ډېر ژر ترسره کېدونکی دی.

په دې وروستيو کې د افغانستان بریښنا په بې ساري ډول بې ثباته شوې ده، د کابل ښار ډېری اوسېدونکي اوس مهال د دوه څخه تر څلور ساعته برېښنا لري حال دا چې پخوا به د کابل ښاریانو حداقل تر لس ساعتو پورې برېښنا درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *