څېړنې؛ د ټلیفون زيات کارول د نارينه جنس.ي روغتيا ته دوه جدي ګواښونه متوجه کوي يو دا چې

په دې ورځو او وختونو کې د ټليفون استعمال ډېر زيات عام شوی دی. په تېره بيا په افغانستان کې چېرته چې ډېری خلک بې کاره دي او د خپل ورځني وخت یوه ډېره ستره برخه په ټلیفون کې تېروي. دا چې د ټلیفون زيات کارول په اعصابو، تمرکز او نورو مهارتونو څومره منفی تاثيرات لري ددې هخوا د نارينه و په جنس. ي روغتيا باندې یې هم تاثیرات شديد دي.

د ټلیفون څخه د خپرېدونکو شعاوو په هکله ګڼې څېړنې ترسره شوې دي، که څه هم ښې څېړنې او ددوی اغیزې متل ډېرو زياتو کلونو ته اړتيا لري خو د څو کلونو راهيسې چې د ټلیفون کارول زیات عام شوي ترسره شوې څېړنې ښيي چې د ټلیفون څخه خپرېدونکې شعاوې د نارينه و د پلار کېدو چانس په شديد ډول راکموي.

څېړونکي وايي د ټلیفون څخه خپرېدونکې شعاوې د نارينه و د سپر. مو په تولید او کیفیت شديد منفي تاثير کوي او کوم کسان چې د ورځې ډېر زيات ټليفون استفاده کوي د پلار کېدو چانس کمېږي يانې د سپرمو د کیفیت او کمیت وضعیت یې خرابېږي.

پوهان سپارښتنه کوي چې نارينه بايد د ټلیفون د کارولو په برخه کې عاقلانه رفتار وکړي د ټليفون د کارولو په جريان کې ځینې موارد مراعات کړي د پطلون د مخ په جيب کې ټليفون وانچوي. کله چې په ټلیفون کې خبرې کوي نو د ګوشکيو څخه کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *