څېړنه: زیاته بوره خوړل څلور خطرناکو ناروغيو ته دعوت ورکوي

په کمه اندازه بوره خوړل د بدن لپاره کوم خاص زیان نلري، مګر په پرلپسې ډول په زياته اندازه بوره خوړل بدن په ډېرو ناوړه ناروغيو او مشکلاتو باندې اخته کوي. نن سبا انسانان په مستقيم ډول دومره زياته بوره نه خوري څومره چې ددوی بدن ته د ډول ډول پاکټي خوړو او مشروباتو له لارې دننه کېږي.

په زياته اندازه بوره او شکر لرونکي مواد خوړل په نړۍ کې د مرګونو لومړی نمبر سبب د زړه د ناروغيو احتمال زیاتوي، څېړنو ثابته کړې ده چې په لوړه کچه بوره خوړل د چاغۍ او التهاب د رامنځته کولو ترڅنګ د وینې د قند د زیاتېدو او د وينې د فشار د لوړېدو سبب هم کېږي.

د بورې زيات مصرف کول د شکر د ناروغۍ خطر هم زياتوي، د شکر ناروغي د مرګونو يو مهم سبب دی، په وروستیو دېرشو کلونو کې د شکر د ناروغانو شمېر په دنيا کې تر دوه چنده زيات شوی دی، ډاکټران وايي زياته بوره خوړل د وزن د زياتېدو او په بدن کې د غوړو د ډیریدو سبب کېږي چې دا دواړه د دوهم ډول شکر د ناروغۍ لارې برابروي، ورسره زياته بوره خوړل ددې سبب کېږي چې په بدن کې د وينې د شکر تنظيم کوونکی هورمون انسولين مقاومت پيدا کړي او خپله دنده په سم ډول ترسره نشي کړی او پدې شکل په وينه کې د قند کچه لوړه شي.

ددې ټولو ترڅنګ ډاکټران وايي چې د طب په علم کې ثابته شوې ده چې زياته بوره خوړل په مستقيم او غیرې مستقیم ډول زړښت چټکوي، سرطاني کېدو چانس ډېروي، د ځيګر د‌غوړېدو ورپسې د التهابي کېدو خطر زياتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *