څنګه کولای شو چې د غبرګونو ماشومانو څښتن شو؟ – ډاکټر عمران

په دې لیکنه کې دې باندې غږېږو چې څنګه کولای شو چې د غبرګونو ماشومانو څښتن شو؟ د غبرګونو ماشومانو د حمل په دوران کې باید کومې خبرې پام کې ونیسو؟ د غبرګونو ماشومانو د زېږون پر مهال باید کومو خبرو ته متوجې شو؟ غبرګ ماشومان څنګه زېږي او څو ډولونه لري؟

زیاتره خلک غواړي چې غبرګوني ماشومان یې وي؛ خو تقریبا په دوه سوه زېږونونو کې یو زېږون د غبرګو ماشومانو وي. د غبرګونو ماشومانو درلودل په دوه ډوله دي. یو ته یې (Identical twins) وایي. دا هغه ډول غبرګوني وي چې کله د نارینه سپرم د ښځې په داخل کې ننوځي، د ښځې له هګۍ سره تماس کې شي او القاح یا د ماشوم جوړېدا شروع شي، دې وخت کې همدا یوه هګۍ په طبیعي ډول ماته او په دوو برخو وویشل شي او دوه ماشومان ترې جوړ شي. دې ډول حمل کې چې کوم غبرګوني ماشومان پيدا شي، دا به له یوه جنسه وي، یانې دواړه به یا نارینه وي او یا ښځینه. د جنسیت پر یووالي سربېره د دوی څېرې هم یو ډول وي.

دویم ډول غبرګوني ماشومان داسي وي چې کله د نارینه سپرم د د ښځې داخل ته ننوځي، نو د ښځې په داخل کې دوه بېلې بېلې هګۍ جوړې شي او له دې څخه چې کوم دوه ماشومان وزېږي، د دوی جنسیت به فرق کوي، یو به هلک وي، بل به نجلۍ او پر دې سربېره د دوی ظاهري بڼې او داخلي خواص به هم فرق کوي. دې ډول غبرګونو ماشومانو ته (Fraternal twins) وایي.

ډېری خلک خواهش لري چې (Identical twins) ماشومان ولري. د غبرګو ماشومانو تر خواهش مخکې باید دا خبره ذهن کې کېنوئ چې د غبرګو ماشومانو زېږون له خطره خالي نه وي. بله دا چې غبرګوني ماشومان زېږول تر ډېره دې پورې هم اړه لري چې ستاسو په کور کې پخوا چا غبرګوني ماشومان درلودل او که نه. که د یوې جلۍ مور یا د هغې نیا… غبرګوني زېږولي وي، امکان دې ولري چې دا نجلۍ یي هم وزېږوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د هر چا غبرګوني ماشومان زېږېدلی شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې داسې کومه مشخصه دوا نه شته دی چې په خوړلو یې د یو چا غبرګ ماشومان وزېږي؛ خو بیا هم ځینې لارښوونې به درته وکړو چې د غبرګو ماشومانو په زېږولو کې مو پکارېدلی شي.

که یوه جلۍ په ډېر پېغلتوب کې واده نه شي او لږ په پاخه عمر کې واده وکړي؛ نو د دوو ماشومانو د زېږون امکان یې شته دی.

دغه راز په بدن کې د ډېر وزن یا د هورمونونو د نا انډولۍ له کبله هم د غبرګو ماشومانو د زېږون امکان شته دی. یوې خبرې ته مو فکر وي چې تاسو باید دا کارونه په قصدي ډول ونه کړئ چې دوه ماشومان وزېږوئ. د دوو ماشومانو زېږول لکه مخکې مو چې وویل، له خطره خالي نه دي.

بله دا چې ځینې درمل داسی هم شته دی چې که د یوې ښځې ماشوم نه کېږي یا په داخل کې یې هګۍ نه جوړېدلې؛ نو له دې درملو څخه استفاده کوي. امکان دې ولري چې دا درمل د یوې پر ځای دوه هګۍ جوړې کړي او غبرګوني ماشومان پيدا شي. بل دا چې که یوه ښځه څلور پینځه ماشومان وزېږوي، نو امکان شته دی چې شپږم ځل حمل یې غبرګوني ماشومان وي. دغه راز، که یوه ښځه یو ځل غبرګوني ماشومان راوړي، امکان شته دی چې دا ښځه دې په راتلونکي حمل کې هم دوه غبرګ ماشومان وزېږوي.

اوس به پر دې وغږېږو چې که یوه ښځه دوه ماشومان یا غبرګ ماشومانو په نس کې ولري؛ نو د زېږون پر مهال به له کومو ستونزو سره مخه شي؟

هره ښځه چې کله حامله شي، زړه بدوالی او استفراق یې زیاتېږي؛ خو هغوی چې دوه غبرګوني ماشومان په نس کې لري، د دوی زړه بدوالی نور هم زیات او شدید وي. بل دا چې که ښځه غبرګوني ماشومان ولري، د حمل پر مهال یې فشار ډېر جیګېږي. د شکر پر ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې هم شته دی. دغه راز هغوی چې غبرګ ماشومان په نس کې لري، دوی باندې تر زېږون مخکې دردونه هم زیات راځي.

دا خو د حمل د دوران خبرې وې، کله چې مور زېږون کوي، دې وخت کې امکان شته دی چي د عادي زېږون پر ځای خبره عملیات ته لاړه شي او دا بیا له خطره ډکه پروسه وي. ها یوې خبرې ته مو فکر وي چې که یوه مور دوه غبرګ ماشومان په نس کې لري، د زېږون پر مهال یې باید هرومرو یوه مجهز روغتون یا نسایي ولادي وارډ ته ورسوئ. د غبرګو ماشومانو زېږول په کور دننه له خطره خالي نه دي او حتا د ژوند و مرګ امکان پکې شته دی.

پورته په هغو ستونزو وغږېدو چې د غبرګو ماشومانو د زېږون پر مهال یوه مور ورسره مخ کېږي. اوس به دې باندې وغږېږو چې د غبرګو ماشومانو د زېږون پر مهال ماشومان له څه ډول ستونزو سره مخ کېږي؟

یوه غټه ستونزه چې ماشومانو ته راجع کېږي، هغه دا ده چې په دوی کې یا یو ماشوم یا دواړو ته ځینئ نقصانات رسېږي. امکان دې ولري چې یو ماشوم ښه روغ و صحتمند وي؛ خو په دې بل کې ځینې فزیکي یا رواني کمزورۍ موجودې وي.

البته په عامو زېږونونو کې هم د ماشوم د یوې یا ځینو برخو د نیمګړتیاوو خطر شته دی، خو په غبرګو ماشومانو کې دا خطر اووه یا اته چنده زیات وي.

بله ستونزه یې ماشومانو ته دا ده چې امکان دې ولري، تر وخت مخکې وزېږېږي او تر وخت مخکې زېږېدلي ماشومان معمولا ډېر کمزوري او له ګڼو ستونزو سره مخ وي. حتا تر څه وخته ماشومانو ته هېڅ اجازه نه وي چې کور ته یوړل شي، باید همالته روغتون کې د ډاکترانو او نرسانو تر څارنې لاندې وي.

که د غبرګو ماشومانو زېږون په روغتون کې وشي او ماشومان وخت په وخت ډاکټر ته وښودل شي؛ نو هېڅ ستونزه به نه وي او دواړه ماشومان به روغ و سلامت وي. د غبرګو ماشومانو د زېږون پر مهال باید دې ته هم وکتل شي چې مور خو به کومه بله غټه ناروغي نه لري؟ لکه شکر، د وینې کمبود او داسې نور. که دا ناروغۍ نه وې، نو د زېږون پر مهال کومه ستونزه نه پيدا کېږي.

هغوی چې غبرګ ماشومان لري، که په خپل وخت (نهمه میاشت) وزېږيږي، دا هم ښه وي، ځکه چې په خپل وخت زېږون د مور و ماشوم لپاره خطرات کموي. بل دا چې تلویزیوني معاینات باید وکړئ چې د نس دننه د غبرګو ماشومانو موقعیتونه معلوم شي، دا موقعیتونه بیا له ډاکټر سره مرسته کوي چې د زېږون پر مهال د ماشوم راوتلو ته ښه متوجې شي.

که د ماشومانو موقعیت سر چپه یا غیر عادي وو، نو بیا ډاکټران مجبورېږي چې د حمل پر مهال عملیات تر سره کړي. البته دا عملیات دومره سخت هم نه وي؛ خو ځینې وخت سخت هم تمامېدای شي او حتا د مور یا د ماشومانو ژوند ته هم زیان اړولی شي. پکار ده چې د زېږون پر مهال ښځه یوه مجهز روغتون ته یوړل شي، په کور کې حمل له خطرونو خالي نه وي. که په کور کې حمل سم هم وشي، امکان شته چې راتلونکي کې ماشوم له یو شمېر ستونزو سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *