څلوېښت دقیقه مړه وه کله چې ژوندۍ شوه لومړۍ غوښتنې یې ټول حيران کړل

په انګلستان کې يو کس چې د خپل کار څخه یې وختی اجازه اخیستې وه غوښتل چې خپل کور ته وختی ولاړ شي او د خپلې مېرمنې مينه ناک وخت تېر کړي خو کله چې خپل کور ته ورسېد ویې ليدل چې خپله مېرمن یې همداسې بې حرکته پرته ده. ورخطا شوي خاوند سمدلاسه امبولانس ته زنګ وکړ.

ده چې خپله مېرمن روغتون ته ورسوله ډاکټرانو ورته وويل چې څلوېښت دقيقې کېږي چې د مېرمنې زړه یې درېدلی دی او امکان یې کم دی چې مېرمن به یې ژوندۍ پاتې شي.

د کريستي په نامه دا مېرمن په ډېر حيرانونکي ډول څلوېښت دقيقې وروسته د ژوند لومړنۍ علامې ورکړې او زړه یې په حرکت کې راغی دا مېرمن چې اوس ژوندۍ وايي داسې فکر کوي چې خالق تعالی ورباندې ځانګړی رحم کړی دی.

وايي نور له مرګ څخه وېره نلري خو نور به وخت هم ضايع نکړي او د ژوند له هرې ثانيې به خوند اخلي. دا زیاتوي چې د خالق ورته د ژوند يو دوهم چانس ورکړ او دې کار ددې ژوند په بشپړ ډول بدل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *