څلور ګټور خواړه چې اعصاب او حافظه تقويه کوي
د مغزو روغتیا د بدن لپاره حياتي ارزښت لري کله چې د مغزو او اعصابو د روغتيا سره بې پروايي وشي دا نو د ټول بدن سره یوه لویه بې پروايي حسابیږي، له همدې کبله بايد د اعصابو د تقویې ښې روغتيا لپاره ممکن هر کوشش ترسره شي.
د اعصابو د تقویې د حافظې د غښتلي کولو لپاره ساینس پوهان او ډاکټران شين چای ګټور بولي، په شنه چای کې د L-theanine په نامه مواد شتون لري چې کوم د مغزو په تقويه او د حافظې په غښتلي کولو کې مهم تأثير لري. ددې ترڅنګ په شنه کې چای کې موجود کفين او امينو اسيد هم د اعصابو د روغتيا لپاره ګټور دي.
په هګیو کې د Choline په نامه مواد شتون لري کوم چې د اعصابو د تقویې لپاره ډېر زيات ګټور دي، په دې هکله دوه ترسره شوې ځانګړې څېړنې وايي چې په بدن کې د Choline زياتېدل د ذهن د ښه کار کولو او د حافظې د غښتلي کولو سبب کېږي.
په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوې يوې څېړنې وموندل چې په کومې مېرمن په منظم ډول نخود خوري د تورو مېرمنو په نسبت یې حافظه غښتلې وي. په نخودو کې انتي اوکسيدان، ويټامين اي او نور ډول ډول غښتلي منرالونه او ویټامین موجود دي چې د حافظې په قوي کولو کې مرسته کوي.
د مغزو شپېته فيصده برخه د غوړو څخه جوړه ده، البته دا غوړ د عادي غوړ نه دي، ددې ۶۰ فيصده برخې نيمايي د اومیګا۳ له غوړو څخه جوړه ده له همدې د اعصابو په برخه کې تر اومیګا۳ ګټور څه شتون نلري او اومیګا۳ غوړي صرف د ماهي په غوښه کې موندل کېږي.