څلور کارونه! چې يو واقعي نارينه یې هېڅکله د خپلې مېرمنې سره نکوي

يو واقعي نارينه هېڅکله خپلې مېرمنې ته شکایت نه کوي، نارينه بايد پخپل ژوند کې ښځې ته د کومې مسلې څخه د شکایت په ځای هغه مسله حل کړي، د ښځو هغه نارينه هېڅ نه خوښېږي چې لکه د ښځو په شان دوی ته ګيلې او شکايتونه کوي.

د خپلې مېرمنې سره هېڅکله پوچه خوله مه کاروئ، مطلب د خپلې مېرمنې سره بې ادبه خبرې چې کنځا پکې موجودې وي مه کوی، دا ددې سبب کېږي چې د ښځې په نزد د نارينه قدر او عزت کم شي‌ او نارينه یې په وړاندې ټیټ او پست ثابت شي.

د ښځې څخه زياته بخښنه غوښتل هم معقول کار نه دی، البته که کوم وخت نارينه په يوه څه کې د ښځې حق اخلال کړي ظلم او زیاتی ورڅخه وشي باید پرته له ځنډه بخښنه وغواړي، مګر په عام ډول نارينه بايد د ښځې څخه مدام بخښنه ونه غواړي او نه داسې کارونه وکړي چې په بخښنه غوښتلو مجبور شي.

د خپلو ملګرو څخه ښځې ته بحث کول هم غیرې مناسب کار دی، داسې چې ستاسې د‌ ګډ ژوند سره اړه نلري په کور کې خپلې مېرمنې ته مه بيانوی، بې ځايه د خپل بيروني ژوند په هکله د خپلې مېرمنې په ذهن کې تصورات مه رامنځته کوی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *