څلور ښځې یې په يوه ورځ طلاق کړې څلور نورې يې

د برازيل د ساوپاولو په ښار کې اوسېدونکی ارتور هغه وخت د رسنیو د خبرونو سرټکی شو کله یې چې په یوه ورځ په یوه کلیسا کې د اتو سره یو ځای نکاح وکړه. دی چې 36 کاله عمر لري د خپلو اتو ښځو سره د واده وروسته يو ځای د کليسا څخه ووت او په یو لوی کور کې چې ټولو ښځو ته پکې ځانته اطاقونه جوړ و مېشت شو.

ددوی د واده څخه څو مياشتې وروسته اوس څلور ښځې ځینې شیان نه مني او دا ددې سبب شوي دي چې د څلورو ښځو او ارتور ترمنځ جنجال او دعوې رامنځته شي، ارتور وايي چې کوچنۍ دعوې لویې شوې او وروسته دی د خپلو څلورو ښځو سره کېناست او پدې توافق وشو چې دا څلور ښځې به طلاقوی.

دی اوس د خپلو څلورو ښځو سره يو ځای پخپل کور کې ژوند کوي، وايي د خپلو باقي ښځو سره يو ځای خوشحاله دی او ښه د حضور او سکون ژوند تېروي. نوموړی د نورو ښځو سره د واده په هکله خپل پخوانی دریځ بيانوي.

او وايي چې دی ډېرې ښځې غواړي، دا څلور ورسره خوشحاله دی خو دی په نورو پسې هم ګرځي او که چېرې سره جوړ شوی نو بېرته به خپلې ښځې تر اتو پورې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *