څلور مهم خواړه چې ځيګر په ۱۴ ورځو کې د غوړو او زهري موادو څخه پاکوي
ځيګر د انسان د بدن يو خورا مهم غړی دی، زياتې مهمې او حياتي دندې مخته وړي، ځيګر صفرا توليدوي او زهرجن مواد تصفيه کوي. صفرا بيا د غوړو د ميده کولو او د ځينې موادو ورڅخه اېستلو او ورسره د پاکولو لپاره کارېږي.
د زهري موادو څخه د ځيګر د پاکولو لپاره د اوږې خوړل يو ترټولو ساده او ګټور کار دی، په اوږه کې قوی انتي بيوتيک شتون لري د بکتريا او التهابونو په وړاندې لومړی درجه مقابله کوي.
په دوهم قدم کې چغندر د ځيګر د التهاب او غوړو د کمولو په برخه کې ترټولو فعال خواړه دي، په چغندر کې موجود مواد د انزايمو له اندازې زياتېدل دروي او د ځيګر د ناروغيو مخه په لومړۍ مرحله کې نيسي.
څېړنو موندلې ده چې د ځيګر د غوړېدو د مخنیوي يا د غوړ ځيګر چې نور خپل کار نشي کولی بېرته د غوړو څخه د پاکولو په برخه کې شين چای خاصه ګټه لري، شين چای د انتی اوکسيډانو يوه مشهوره سرچینه ده او د ځيګر د سرطان په مخنیوي کې هم د پام وړ رول لري.
ممپلي هم د کولين په نامه قوي مواد لري چې د ځيګر په روغتیا ډېر ښه تاثیر لري، ممپلي په عين حال کې د انتی اوکسيډانو څخه هم بډايه دي د ځيګر د غوړو په راکمولو د التهاب په راکمولو او د سرطان په مخنیوي کې ګټور ثابت شوی دی.