څلور خطرناکې ناروغۍ چې د زياتو اندېښنو او ورخطايی څخه رامنځته کېږي
سترېس، ورخطايي او اندیښنې هغه څه دي چې د انسان روغتیا په ژور ډول متاثره کوي او که د اوږده وخت لپاره دوام وکړي یانې يو کس د زيات وخت لپاره پر پرلپسې ډول ورخطا وي نو داسې ناروغۍ رامنځته کولی شي چې وروسته یې تداوي امکان نلري او د انسان عمر را لنډوي.
سترېس ددېسبب کېږي چې په بدن کې د کورټيزول هورمون کچه لوړه شي او ورسره د وينې د لوړ فشار ناروغي راپيدا شي چې دا په مستقيم ډول د انسان د زړه روغتيا ګواښي او پايلې یې ژوند اخيستونکې کېدی شي.
په کومو کسانو چې د کورټيزول سویه لوړه شي د تمرکز قوت له لاسه ورکوي د انسولين په وړاندې مقاومت پيدا کوي چې د شکر د ناروغۍ د پيل کیدو عامل کېږي، ورسره د معدې د ريلو تکليف، د خوب خرابېدل د سر درد هم رامنځته کېږي.