څلور بې پامۍ چې د مغزو حجرې په ځوانۍ کې ختموي، په يوه اطاق کې
د انسان مغز د هغه ټول بدن د وزن صرف دوه سلنه دی مګر همدا کوچنۍ مغز بيا د انسان د بدن د ټولې انرژۍ شل فيصده په يوازې ځان مصرفوي، د مغزو ۶۰ سلنه برخه غوړ دي، يانې د غوړو څخه تشکيل شوی دی.
د ورځې ناسم خبرونه اورېدل حتی سم خبرونه په داسې ویرونکي شکل او طرز اوریدل ددې سبب کېږي چې انسان يا مخامخ ورخطا کړي يا د هغه په تحت شعور کې وېره او ستریس پيدا کړي د مغزو په روغتیا بد خبرونه ترټولو زيات تاثير کوي.
د ورځې زياته برخه په دفتر، کور او اطاق کې تېرول هم د مغزو د روغتيا لپاره یو جدي ګواښ دی، د بل لوري په رڼا ورځ ازاده فضا او لمر کې ګرځېدل د بدن لپاره ډېر زيات ګټور دي، لمر نه یوازې چې د مغزو لپاره مهم ويټامين لري بلکې د مېلاتونین هورمون يو ځانګړې وړانګې د انسان بدن ته ورکوي چې دا وړانګې ډیر قوي ځواص او بدن د ډېرو زياتو منفي شيانو څخه ساتي.
که څه هم غوړ نېک نوم نلري نو په مناسبه کچه غوړ د بدن يوه جدي اړتيا ده، په بدن کې د کولېسټرولو یوه مناسبه اندازه شتون ډېر زیات مهم دی، کولېسټرول په بدن کې صفرا د کيسې مالګې جوړوي او دا مالګې بيا د مهمو ويټامينونو په هضم او جذب کې مهمې دي که چېرې کولیسټرول کم وي او دا ویټامينونه جذب نشي د مغزو لپاره يو لوی زیان رامنځته کېږي.