ځان یې ډاکټر معرفي کړ، د ۱۴ ښځو سره یې واده وکړ وايي ټولې ښځې يې

د هند د اړیسه ایالت یو اوسیدونکی د دغه هېواد په اوو بېلابېلو ایالتونو کې د ۱۴ ښځینه ډاکټرانو سره د واده کولو او بیا د ددوکې په تور نیول شوی دی.

هندي رسنیو وایي، تورن شخص ۵۴ کاله عمر لري، بودو پرکاش سوین نومېږي او په رمیش سوین مشهور دی. نوموړی د اړیسه ایالت د کندرا پارا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو له ډېر وخت راهیسې له اړېسه بهر اوسېږي.

سوین د پنجاب، ډیلي، آسام، جهارکنډ او اړیسه ښځو دوکه ورکړې او هغه ښځې چې دوکه یې ورکړې زیاتره یې د منځني عمر او طلاق شوې ښځې وې. نوموړي به ځان د یو ډاکټر په توګه معرفي کاوه.

هغه په لومړی ځل لپاره په ۱۹۸۲ کال کې دویم واده وکړ او بیا یې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې څو ودونه وکړل او یو په بل پسې به یې ورڅخه لارې جلا کولې.

پولیس وایي، سوین به هغه ښځې خپل هدف ګرځولې چې تعلیم یافته به وې یا به یې دولتي ادارو کې کار کاوه. پولیسو له تورن شخص څخه (۱۱) د ای ټي ایم کارتونه نېولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *