پېغلې نجونې هېڅکله د نارينه دغو څلورو پوښتنو ته ريښتینی ځواب نه ورکوي -

پېغلې نجونې هېڅکله د نارينه دغو څلورو پوښتنو ته ريښتینی ځواب نه ورکوي

ډېرې پوښتنې کول د هېچا هم نه خوښېږي، ځکه انسان داسې حس کوي لکه چا چې تر تحقيقاتو لاندې نيولی وي خو ددې ټولو هخوا د ښځو څخه پوښتنې کول بيا دا لازموي چې سړی يو ځل بيا سوچ وکړي او په سړو مغزو پرېکړه وکړي چې د ښځو څخه کومې پوښتنې د کولو دي او کومې نه دي.

ډېری ښځې په دې برخه کې حساسې دي، د یوه لوري دوی په ځانګړي ډول نه خوښوي چې څوک ورڅخه د نورو کسانو په مخکې پوښتنه وکړي د بل لوري ښځې کوشش کوي چې شخصي پوښتنې ځواب نه کړي ځکه دا ډول مسايل دوی تر ډېره پورې محرم ساتل غواړي.

ډېر وخت له ښځو دا پوښتنه کول چې ولې یې تراوسه پورې اولاد نه دی راوړی، په زړه پورې نه وي، هره ښځه چې ماشوم یې نه وي پیدا کړی خپل دلایل لري خو نه غواړي دومره شخصي مسله ورڅخه څوک پوښتنه وکړي، شايد ناروغي ولري شايد نه غواړي ژر اولاد پيدا کړي شايد کوم بل پلان ولري چې نه غواړي د چا سره یې شریک کړي.

ولې واده نکوې؟ دا پوښتنه يوه ډېره سپين سترګې پوښتنه ده چې کول یې مناسب کار نه‌دی، ښځې دې ډول پوښتنو ته هېڅکله ځواب ورکړل نه غواړي، او هېڅکله چاته ريښتینی ځواب هم نه ورکوي، خاوند دې څومره معاش اخلي؟ دا پوښتنه هم ښځې نه غواړي ځواب کړي، د مالي مسايلو په هکله پوښتنې کول د ښځو ترڅنګ د نارينه و هم نه خوښېږي دا ډول پوښتنې کول مناسب کار نه دی او که وهم شي ټول په دې پوهېږي چې هېڅوک هم ريښتيا خبره نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *