پېغلې نجلۍ خپله مور ووژ.له پوليسو ته يې ويل زه دومره ښکلې یم چې څوک مې نشي نیولای خو پوليسو -

پېغلې نجلۍ خپله مور ووژ.له پوليسو ته يې ويل زه دومره ښکلې یم چې څوک مې نشي نیولای خو پوليسو

د امريکا د متحده ايالاتو په لاس وېګاس ښار کې د ټولنيزو رسنيو يوه مشهوره څېره وروسته له هغه ونيول شوه کله یې چې د مور مړ. ی وموندل شو، نوموړې وروسته له هغه چې خپله مور په قت. ل ورسوله پولیسو ته یې ړنګ وکړ او هغوی ته یې وويل چې دې خپله مور ووژ. له. کله چې دې دا خبر پوليسو ته ورکړ نو بيا د هغه ځای څخه وتښتېده او پوليس په دې بريالي شول چې دا تعقيب او ګرفتار کړي.

د هېند بوستامي نوم لرونکې دې مېرمنې څه موده وړاندې په هوايي ډګر کې‌ د پوليسو سره بل جنجال هم کړی و او دغلته یې د پوليسو سره د دعوو او توندو خبرو په جریان کې ويلي و چې زه ډېره ښکلی يم امکان نلري چې ما دې څوک ګرفتار کړي.

امريکايی رسنیو ویلي دي چې نوموړې ښځې چې اته ویشت کاله عمر لري د خپلې مور سره د لفظي شخړ. ې وروسته هغه وژ. لې‌ ده او بيا د پوليسو له خبرولو وروسته د پېښې له ځای څخه تښتیدلې ده.

کله چې پوليس ددوی کور ته ورغلل نو هلته یې ددې د مور چې ۶۲ کاله عمر یې درلود پرته وه، پوليسو لومړی د ښځې جس.د چک کړ چې وروسته پوه شول چې ښځه روغتون ته د وړلو نه ده او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *