پینځه ډوله خواړه چې د پښو د بندونو دردونه کموي او التهاب له منځه وړي

د بدن د بندونو په دردونو کې عموماً د پښو د بندونو يا په عامه ژبه د ګونډو د درد او لاسو د بندونو له دود سره مخ کېږو، دا دردونه چې ژر تداوي نشي زر یې مراقبت پيل نشي وروسته زياتېږي او د یوه کس د نورمال ژوند چارې خرابوي او د ژوند په کيفيت منفي تاثير کوي.

ځينې خواړه موجود دي چې د پښو او لاسونو يا د بدن د نورو غړو د بندونو دردونه اراموي او همدارنګه ددې ستونزې د زیاتېدو مخنیوی هم کوي.

يوه لدې خوړو څخه د ماهي غوښه ده، ډاکټران وايي چې د ماهي په غوښه کې موجود د اومېګا دری اسیدونه د بندونو د درد لپاره ډېره ګټور دي. پياز او اوږه هم انتي التهابي مواد لري او د التهاب راکموي. ددې ترڅنګ پالک، کرم او بروکولي هم قوي انتي اوکسيدان مواد لري او د التهاب په کمولو کې لويه ونډه لري. ددې ترڅنګ دا ډول ناروغان کولی شي د زیتونو غوړي هم استفاده کړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *