پینځه لکه ډالر یې مصرف کړل چې ښځه شي اوس پیښمانه ده وايي

په لندن کې يو مشهور کس مې اولي لندن نومېږي يو عجيب شوق ته زړه ښه کړی دی. دا کس چې نارينه و غوښتل یې د عمليات وکړي او د عمليات له لارې په يوه اسيايي ښځه باندې بدل شي، ده همداسې وکړل خو په وروستیو کې پخپله پرېکړه پیښمانه شو.

دی چې د عمليات وروسته په ښځو بدل شو خو د عمليات په مهال یې په وروستیو دقيقو کې د خپل جن. سي غړي له لرې کیدو انکار وکړ او د هغه عمليات یې ونکړ نور نو په يوه اسيايی ښځه بدل شو، خو اوس له دې هرڅه پیښمانه شوی دی او غواړي چې بېرته نارينه شي.

نوموړی وايي چې کله په ښځه بدل شو نو بيا یې ښه ورځ نه ده ليدلې وايي ډېر خلک یې ځوروي او ورڅخه ناسمې غوښتنې کوي له همدې کبله وايي که څه هم په عملياتونو یې ډیرې زیاتې پيسې مصرف کړې خو اوس بېرته غواړي چې نارينه شي.

دی وايي په وروستیو ۹ کلونو کې یې په عملياتونو باندې نېږدې نيم ميلیون پونډه مصرف کړي، خو دا چې خپل جن. سي غړی یې نه دی لرې کړی ډېر خوشحاله دی او اوس د یوه عادي پروسس د تېریدو وروسته نورمال نارينه جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *