پینځه خطرناکې ناروغۍ چې د زيات وزن له کبله ورسره انسان په کم عمر کې مخ کېږي
زيات وزن نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د يوې ناروغۍ په شکل منل کېږي او ددې تداوي کېږي، مګر په افغانستان کې بيا تراوسه زيات وزن د يو جدي مشکل په توګه نه منل کېږي او څوک یې د کمولو ډېر ليوال نه دي.
خو زيات وزن او چاغي د بدن لپاره د يوې خطرناکې ناروغۍ څخه کمه نه ده، زيات وزن ددې سبب کېږي چې د بدن غړي او اعضاوې د نورمال څخه په زيات کار کولو باندې مجبوره شي او کله چې یو شی د خپلې وړتیا زيات وکارول شي د هغه عمر لنډېږي او هغه بيا په پوره ډول خپله دنده نشي ترسره کولی.
زيات وزن ددې سبب کېږي چې په بدن کې د قند توازون له منځه ولاړ شي د انسولین په وړاندې مقاومت را پیدا شي قند حجرو ته داخل نشي او په وينه کې پاتې شي او د شکر ناروغي را پیدا شي.
د زيات دوام په صورت کې رګونو هم د زيان سره مخ کوي چې وروسته دا پخپله د زړه او مغزو روغتیا ګواښي. دا چې یو کس زيات وزن لري دا پخپله د بدن د هډوکو د جوړښت د اسکېلېټ د انتقال لپاره هم مشکل دی په دا ډول خلکو کې په کم عمر کې د ملا، اوږو او ګونډو دردونه پيدا کېږي.
ددې ترڅنګ په نارينه و کې زيات وزن د ګډ ژوند په برخه کې مشکلات پیدا کوي ددوی د ګډ ژوند کيفيت خرابوي په ښځو کې د هګۍ اچولو پروسه زيانمنوي او ددې حمل اخيستلو لاره سختوي.