پۀ اوړي کې د پوستکي ساتنې لپاره طبیعي لار
اوړي د موسم پۀ راتګ سره د انسان پوستکی ډېر ژر مړاوی کېږي او هغه کسان چې د غؤړ پوستکي لرونکي وي د ځوانکو، داغونو او نورو ستونزو سره مخېږي.
د ښه، صاف او بې داغه پوستکي لپاره لومړی باید ډېرې اوبه وڅښو او د مخ تر څنګ د ټول بدن ساتنه هم اړینه ده، ځکه چې خپلې روغتیا او پاکوالي ته نۀ پاملرنه د ځوانکو، داغونو او نورو ستونزو سبب کېږي.
نو د پروټینو د ترلاسه کولو لپاره هګۍ تر ټولو غوره آپشن دی او په استعمال سره هغه پوستکی چې د ځوانکو په سبب خراب وي، چاود وي، سوځېدلی وي یا هم زخمي شوی وي، هګۍ یې په ښه کولو کې مرسته کوي.
تر ټولو وړاندې به د هګیو سپینو کې شات او د لېمو اوبه واچوئ، اوس به یې په پاک مخ ووهئ او کله چې وچ شو نو ویې وینځئ. لکه څنګه چې شات د بکتریا ضد ځانګړتیا لري نو د ځوانکو په ختمولو کې مرستندویه تمامېږي.
همدغه راز د لېمو اوبه د پوستکي داغونه ختموي او د رنګ په ښکلي کولو کې مهم رول لوبوي او تر څنګ دغه ماسک د هغه پوستکو لپاره هم غوره ډالۍ ده چې ډېر غوړ لري.