پوره ۹۹ سلنه افغانان د نورو هېوادونو د ويزې د غوښتنې په مهال دغه يوه غلطي کوي چې د ويزې د رد سبب کېږي
په دې وروستيو کې ډېری افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د بېلابېلو هېوادونو ويزې ته اپلای کوي خو ډېری نه بريالي کېږي چې ويزه ترلاسه کړي. که څه هم په عموم کې د افغانانو لپاره د بهرنیو هېوادونو د ويزې پروسس سخت دی خو که ځینې اصول مراعات شي نو افغانان هم کولی شي خپلې ويزې ترلاسه کړي.
دلته لومړی مهم اصل مالي سرچينه او ثبوت دی، د بانک سټېټمېنټ د ويزې لپاره ترټولو مهم شرط دی، هیڅوک نه غواړي خپل هېواد ته يو فقير او در په در انسان پرېږدي که تاسې غواړی يوه هېواد ته سفر وکړی بايد داسې ښکاره کړي چې تاسې ښه اقتصادي وضعيت لری ښه شخصیت یاست.
نو د بانک د سټېټمېنټ په برخه کې ترټولو لویه اشتباه داده چې ډېری خلک په وروستۍ ورځ يا وروستۍ اونۍ او مياشت کې خپل بانکي اکونټ ته پیسې پورته کوي پدې سره د ويزې د برخې مامور په واضح ډول پوهېږي چې دا کس پيسې نلري او دا په وروستۍ ورځ او تاريخ يې چې خپل بانک اکونټ ته کومې پيسې پورته کړې دي دا د ده پيسې نه دي د بل چا پيسې دي.
نو ددې لپاره بايد حداقل دری مياشتې او ترټولو مناسبه دا چې شپږ مياشتې وړاندې خپل بانک ته د پیسو ورلېږل او را ايستل پيل کړی، کله مو چې بانک اکونټ ته پيسې جمعه کړې سمدلاسه يې مه وباسی یا ټولې په یوه وار بېرته مه ورڅخه باسی.
مطلق اکثریت ويزې د ناقص او نيمګړي بانکي سټېټمېنټ له وجې رد کېږي که چېرې د بانک سټېټمېنټ په ښه ډول تيار شي نو د ويزې د ترلاسه کولو چانس ډېر زيات لوړېږي.