پوره ۱۱ کاله کېږي خپله مېرمن د سمندر د اوبو لاندې لټوي وايي ښځه مې

پوره ۱۱ کاله وړاندې جاپان يوه داسې طوفان وواهه چې پکې تر ۲۰ زرو څخه زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ددې هېواد په تاريخ کې د يوې ترټولو مرګونې طبعي پېښې په توګه ثبت شوه، نه يوازې چې په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ په زرګونو ټپیان شول او په زرګونو نور ورک شول چې آن تراوسه پورې ورک دي.

پدې سمندري طوفان کې د ياسو په نامه د يوه جاپاني مېرمن هم ورکه شوه، خاوند یې هغه دوه کاله کلي په کلي ولټوله او په ۲۰۱۳ م کال کې یې د ژورې لامبو وهلو ليسانس ترلاسه کړل او دا ځل یې د خپلې مېرمنې لټول د سمندر د باندې پيل کړل.

دی وايي پوره ۱۱ کاله کېږي چې د سمندر لاندې په اوبو کې پخپله مېرمن پسې ګرځي وايي داسې يو حس لرم چې يو ځای کې مې مېرمن راسره مخامخ کېږي، وايي نا هيلی نه يم ترڅو ژوندی یم پخپله مېرمن پسې به ګرځم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *