پوتین شهباز ته: په سیمه کې د امريکا پوځي اډه نه منم، شهباز ما خو

په دې وروستيو کې امريکا يو ځل بيا هڅه کوي چې د مرکزي اسيا په هيوادونو کې او يا هم په پاکستان کې کومه پوځي اډه ترلاسه کړي.

په دغه اډه باندې هېڅ هېواد نه دی خوشحاله ځکه د سیمې ټول هېوادونه ددې مخالف دي چې امريکا دې په دې سيمه کې پوځي شتون ولري دا په ځانګړي ډول د روسیې او چین لپاره لوی تهديد ګڼل کېږي.

د سیمې نور هېوادونه په هېڅ صورت امريکا ته پوځي اډه نه ورکوي یوازنی هېواد چې کېدی شي پښې یې وښويېږي هغه پاکستان دی، ددې هېواد د پخوانۍ تجربې په اساس وېره شتون لري چې بيا امريکا ته پوځي اډې ورنکړي.

خو اوس د روسیې مشرانو په ډاګه د پاکستان صدراعظم .شهباز شريف ته ويلي دي چې روسیه د سيمې په یوه هېواد کې هم د امريکا او يا بل غربي هېواد پوځي شتون نه مني او ددې به سخت مخالفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *